نورستان ولايت کې سیلاب ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي
د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور اړین روغتیايي تجهیزات سیمې ته لېږدول شوي دي؛ څو په بېړنیو حالاتو کې ناروغانو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې شي.
همداراز، د عامې روغتیا وزارت له لوري له تطبیقوونکې مؤسسې او افغاني سرې مياشتې سره په همغږۍ یو روغتیايي کمپ هم جوړ شوی، چې اوس مهال په کې ټپیانو او نورو اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
دغه راز، د کونړ عامې روغتیا ریاست له لوري هم امبولانسونه، روغتیايي کارکوونکي او نور اړین طبي تجهیزات نورستان ولایت ته رسېدلي، چې د ټپیانو د درملنې او بېړنیو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت به سیلاب ځپلو خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او د اړینو خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ ترڅو زیانمنو شویو خلکو ته پر وخت لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې او د روغتیايي خدمتونو بهیر په اغېزمن ډول پر مخ یووړل شي.
