په کونړ کې د درېیو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
کونړ ولايت کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورګل ولسوالۍ اړوند د کرچندو بشپړ، غازي اباد بنسټیز او فاطمي روغتیایي مرکزونو اساسي ترمیمات ترسره او ۱۷ بابه تشنابونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
يادې ترميماتي او ودانيزې چارې د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (او سي سي ډي) مؤسسې په مالي همکارۍ ترسره شوي، چې ولسونو ته به د اساسي خدمتونو برخه کې ګڼې اسانتياوې برابرې او اړينې اړتياوې به يې پوره کړي.
