د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د راډیولوژۍ، طبي ټکنالوژۍ، فزیوتراپي او نرسنګ له څانګو څخه ۱۵۲ تنه زده‌ کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴۱
moph

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل او د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال فارغانو ته مبارکي وویله او د هغوی فراغت یې روغتیا برخه کې یوه لاسته‌راوړنه وبلله. هغه له فارغانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي څانګو له لارې خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه، د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس په دې غونډه کې وویل: موږ نن خپلې ټولنې ته داسې ځوانان وړاندې کوو، چې د مسلکي زده‌ کړو د یوې دورې له بشپړولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ د راډیولوژۍ، طبي ټکنالوژۍ، فزیوتراپي او نرسنګ له څانګو فارغ شوي او کولای شي له همدې لارې د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS