د روږديتوب د مخنیوي په اړه ۲۴۰۰ زده‌کوونکو او ښوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۲۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند ابن‌سینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي او وقایې کمېټې له لوري د ذبیح‌الله عصمتي عالي لېسې زده کوونکو او ښوونکو ته د روږديتوب مخنیوي او نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

په دغه پروګرام کې د یادې لېسې ۲۴۰۰ تنه زده‌کوونکو او ښوونکو د روږديتوب مخنیوي په اړه د پوهاوي له مطالبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ګډون کړی و او د کمېټې غړو د روږديتوب د خطر عواملو، نشه‌يي توکو ته د ځوانانو د تمایل لاملونو او له دې ناوړه پدیدې څخه د خوندي پاتې کېدو لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د یاد پروګرام په ترڅ کې «نشه‌يي توکو سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی» تر شعار لاندې، له روږديتوب سره د مبارزې برخه کې د ځوانانو پر رول ټینګار وشو او له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د پوهاوي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د سفیرانو په توګه په خپلو سیمو، کلیو، کورنیو او د ملګرو ترمنځ خپل مسؤلیت ادا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له. . .

BACK TO NEWS