د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو د روغتیايي او اداري کارکوونکو لپاره دوه روزنیز پروګرامونه ترسره کړل
په دغو پروګرامونو کې، یو پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د اتاترک ملي او تخصصي روغتون ۴۸ تنو کارکوونکو لپاره د اداري مکتوبونو او مراسلاتو، پلان جوړونې، د ادارې او مدیریت بنسټونو، راپور لیکنې او د غونډو مدیریت برخو کې جوړ شوی و او همدارنګه، يو څلور ورځنی روزنیز پروګرام د رابعې بلخي روغتون ۴۵ تنو ډاکټرانو لپاره د انتانات مخنیوي او کنټرول (IPC) برخه کې ترسره شو.
یاد روزنیز پروګرامونه د ظرفیت لوړونې ریاست د اداري او مسلکي ټرېنرانو له لوري وړاندې شول، چې موخه يې د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیت لوړول، د کاري مهارتونو پیاوړي کول او د باکيفيته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.
