د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز پروګرام د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ د بغلان، جوزجان، کندز، زابل، کونړ، کابل، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، چې موخه يې د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د کاري مهارتونو پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفی ښه والی دی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۰
Background image

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۴۳۰ زره ډالرو په لګښت يو NCHC روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتون چې په پرمختللو تجهیزاتو او وسایلو سمبال دی، د ۱۸ مياشتو په موده کې جوړ او د کندز عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، ولايتي او سيمه ييزو مسؤلينو، د سيمې مشرانو او اوسېدونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې ملي بانک له لوري په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

د وینې ملي بانک د خپل کاري ټیم په مرسته په دې کمپاین کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کارکونکو څخه ٢٣ زره او ۵۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال کړه, چې له ضروري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

BACK TO NEWS