د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو په موخه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.
د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت مرستیال، بېريس انډرسيوک په مشرۍ د دغه هېواد د روغتيا وزارت مسؤلینو د افغانستان عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا سفر يې د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا برخه کې مهم وباله.
ټاکل شوې ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د لیدنې ترڅنګ د بېلاروس دولتي طبي پوهنتون، دولتي درمل جوړونې شرکت، د زړه ناروغیو د درملنې جمهوري علمي او عملي مرکز، د سرطان او طبي راډیولوژۍ جمهوري علمي او عملي مرکز، د حفظ الصحې، اپیدیمولوژۍ او عامې روغتیا جمهوري مرکز او د ښار له کلینیکي بېړني روغتون څخه لیدنې وکړي.
همداراز، د یاد سفر په ترڅ کې به د روغتیايي خدمتونو، طبي زده کړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي برخو په اړه د دواړو هېوادونو د تجربو شریکولو او د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وشي.
