کونړ ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۵
moph

دغه روغتيايي مرکز د (IOM) نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ آدم‌درې سیمه کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص وویل، د دغه روغتیايي مرکز په فعالیت سره به روغتیايي خدماتو ته د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی اسانه شي او په محرومو سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې دوام لري.

همدارنګه، د کونړ ولايت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د دې مرکز په ساتنه او څارنه یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS