د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسره کولو او له مراجعینو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه
د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته د چارو د سم ترسراوي، اداري اصولو ته د پاملرنې او له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره چلند په اړه اصلاحي وینا وشوه
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د ارشاد او دعوت رئیس مولوي محمد قاسم حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسـانو او د روغتونونو مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په خپله وینا کې د روغتونونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې په دقت، مسؤلیتپذیرۍ او رښتینولۍ ترسره کړي، دندو ته په ټاکلي وخت حاضر او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر له نږدې وڅاري.
هغه له ناروغانو او مراجعینو سره پر درناوي او ښه چلند او د هغوی ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ټینګار وکړ.
همداراز، د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت رئیس، مولوي محمد قاسم حقاني د اسلام مبارک دین له مخې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د خلکو خدمت یو ستر مسؤلیت دی او له ناروغانو سره نرمه رویه، د هغوی د ستونزو درک او په اخلاص خدمت کول د اسلامي لارښوونو له مهمو اصولو څخه دي. همدارنګه د ورځني ژوند او د صورت او سيرت اړوند يې لازمې سپارښتنې وکړې.
