د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي بدخشان ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د ناروغانو احوال یې واخیست او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر یې له نږدې وليد.
ښاغلي عبدالولي حقاني همداراز، د بدخشان ولایتي روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعینو سره د غوره چلند ترڅنګ هغوی ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې او د کیفیت لا ښه والي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
هغه د روغتیايي کارکوونکو له هڅو د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، چې ناروغانو او مراجعینو ته باید په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې او ستونزو او اړتیاوو ته يې لازمه پاملرنه وشي.
