د غور ۲۵۰ بستریز ولايتي روغتون ته د ۴ ميليونه او ۶۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت ۴۱ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
د روغتیايي خدمتونو د ظرفیت لوړولو او د تشخیصيه او درملیزو خدمتونو ښه والي په موخه، د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه د څه باندې څلور میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په ارزښت ۴۱ قلمه طبي تجهیزات پېرل شوي او د غور ۲۵۰ بستریز ولايتي روغتون ته وسپارل شول.
یاد تجهیزات د ولایتي پلاوي تر څارنې لاندې پېرل شوي او روغتون ته سپارل شوي دي، چې موخه یې د دغه روغتون د تخنیکي امکاناتو او ظرفیتونو پیاوړتیا او ناروغانو ته د لا غوره، پر وخت او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول دي.
د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو برابرول به د روغتون د تشخیصيه او درملیزو خدمتونو کیفیت لوړولو او د مراجعینو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.
