د سنبلې میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه:
د عامې روغتیا وزارت له لوري د ٢٩٩ میلیونو افغانیو په ارزښت په کابل کې د یو ٣٠ بستریز روغتون، ننګرهار کې د ولسوالۍ د کچې یو عمومي او یو ٥٠ بستریز روغتون، بلخ کې د یو ٥٠ بستریز روغتون او په کونړ کې د کتلوي معافیت د ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودل شوي او په غور ولایت کې ٨ روغتیايي مرکزونو ته د ٢٧ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا سيسټمونو چارې پیل شوي دي.
دغه راز، په کندز ولایت کې د ٢٨ میلیونو افغانیو په لګښت یو NCHC روغتون ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په عصري وسایلو سمبال شوی دی.
