د نیمروز او هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره ۳۴.۲ میلیونه افغانۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۶
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نيمروز او هلمند ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي د  HIV/AIDS، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو او د روغتیايي سیستمونو د ملاتړ په موخه له Relief International-RI مؤسسې سره د (۳۴۲۸۸۱۰۶) څلور دېرش میلیونه دوه سوه اته اتیا زره یو سل شپږ افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د ۲۰ میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۴۲ روغتيايي مرکزونو او ۷۸۸ رروغتیايي پوستو له لارې د یادو ولایتونو (۲۲۳۷۷۹۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د RI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ۲۰ میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول

په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.

دغه راز، د حفظ الصحې. . .

BACK TO NEWS