د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي شمال غرب ولایتونو ته د روغتیایي وضعیت ارزونې په موخه سفر تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۲۲
moph

د دې سفر په ترڅ کې یې د سمنګان د عامې روغتيا رئيس، مولوي لطف الله حبیبي سره ليدنه تر سره او له ولایتي روغتون او د خصوصي سکتور اړوند له یو شمېر روغتیايي مرکزونو او روغتونونو څخه یې نظارتونه وکړل.

دغه راز، د دې نظارتونو په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، د ناروغانو د خدمتونو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون، کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونو، حفظ‌الصحې، د انتاناتو د کنټرول اصولو، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او د روغتونونو عمومي وضعیت د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول.

همداراز، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ساري ناروغیو د کنټرول اصولو د رعایت، د موجوده امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۳
Background image

په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او. . .

BACK TO NEWS