د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په قلوچ سیمه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
ياد روغتیايي مرکز د قلوچ سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ او د غزني عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري، اداري کارکوونکو، د اقتصاد ریاست استازو، د یار تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پرانيستل شو.
د غزني عامې روغتیا رئیس د قلوچ سیمې د اوسېدونکو دغه اقدام وستایه او زیاته یې کړه، چې د یاد روغتیایي مرکز په فعالیت سره به روغتيايي خدمتونو ته د قلوچ سیمې د اوسېدونکو لاسرسی اسانه او لومړنۍ روغتیایي اړتیاوې به يې په خپله سیمه کې پوره شي.
