په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او درملو د خوندیتوب کچې لوړولو په موخه په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل کړه.
یاد پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له روغتیايي مسؤلینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه، د مراجعینو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د خوړو د تولید له یو شمېر فابریکو او د درملو د تولید فابریکو د جوړولو له وړاندیز شویو ځایونو څخه یې لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال په فابریکو کې د خوړو خوندیتوب د الزاماتو د رعایت وضعیت او د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره تخنیکي معیارونه وارزول شول او اړوندو مسؤلینو ته لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې شوې.
