په بلخ، جوزجان، کندز او بغلان کې د اړمنو راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو کورنیو د ملاتړ لپاره له WAW سره د ۱۸۹ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ، جوزجان، کندز او بغلان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب او د هغوی حمايتي اړتياوو ته د رسېدنې زمينې برابرولو په موخه له Women for Afghan Women-WAW مؤسسې سره د (۱۸۹۵۰۱) یو سل نهه اتیا زره پنځه سوه یو ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۱ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۸۲۳۹) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د WAW مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د سترګو روغتيا او د ړوند والي کچې کمښت او مخنیوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سیر پاڅون د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

په هېواد کې د سترګو د ړوند والي له علتونو څخه ۶۰ سلنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

BACK TO NEWS