د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د بهیر ښه والي او شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ او روغتیايي کارکوونکي یې د هېوادوالو لپاره لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
