د انتاني روغتونونو د اداري، تدارکاتو، فارمسي او خدماتي برخو ۲۵ تنو مسؤلینو ته د روغتونونو د مدیریت (Hospital Management) په برخه کې لس ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۸
MOPH

یاده روزنيزه دوره د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ، د کندهار، ننګرهار، کندز، هرات او مزارشریف د انتاني روغتونونو استازو ته ترسره شوه.

د دې روزنيزې دورې د ترسره کېدو موخه د روغتونونو د اداري او مدیریتي چارو د اغېزمنتیا لوړول، د تدارکاتي او خدماتي فعالیتونو د تنظیم ښه‌والی او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اړوندو مسؤلینو د مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو

ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د قلعه کاشف عالي لېسې څه باندې ۴۳۰۰ زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

ياد پروګرام د عامې روغتيا وزارت، ابن سینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستريز روغتون د عامه پوهاوي ټيم له لوري تنظيم شوی و او د نشه‌يي توکو د زیانونو، ناوړه پایلو او د روږدي کېدو د مخنیوي په اړه. . .

BACK TO NEWS