د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د دغه وزارت د درېیو ریاستونو ۲۰ کارکوونکو ته د اداري مکتوبونو په برخه کې درې ورځنۍ روزنيزه دوره ترسره شوه
دغه روزنیزه دوره چې موخه يې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري مکتوبونو د کیفیت ښه والی او د اداري چارو په ترسره کولو کې د دقت او اغېزمنتیا زیاتول وو، ګډونوالو ته په کې د اداري مکتوبونو د اصولو، د رسمي مکتوبونو لیکلو او د اداري اسنادو د تنظیم په اړه نظري او عملي زدهکړې ورکړل شوې.
