د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۳۳
MOPH

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کونړ ولايتي مسؤلينو، د عامې روغتيا رئيس، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزیر وویل: د دې روغتون ودانۍ د ا.ا. له داخلي بودیجې څخه جوړېږي او د همدې کال په ترڅ کې به په هېواد کې د څه باندې ۱۰۰ روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شي.

همداراز، د کونړ عامې روغتيا رئيس وويل: د اسمار ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۳۰ بستره به ولري او چارې به یې د یونیم کال په موده کې بشپړې شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS