د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۴۸
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د کونړ د عامې روغتيا رئيس قاري مظفر خان مخلص او يو شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، قومي مشرانو د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د راتګ هر کلی وکړ او روغتيا برخه کې يې په شویو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.

هغوی همداراز، د روغتيايي خدمتونو د لا پياوړتيا په موخه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د قومي مشرانو غوښتنې واورېدې او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې د لازمې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS