د باکتریالوژي کلچر او انټي‌ بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو امریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت (AMR) تشخیص او کنټرول په موخه، د باکتریالوژي کلچر او انټي‌ بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دې روزنیز پروګرام کې د مرکزي لابراتوارونو د ۱۶ تنو مسلکي کارکوونکو سربېره د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، لوګر، کونړ او لغمان ولایتونو د لابراتوارونو کارکوونکو هم ګډون کړی و.

د روزنې په ترڅ کې ګډونوالو ته د بېلابېلو کلینیکي نمونو کلچر، د باکتریاوو پېژندنې، د انټي‌بیوګرام د ترسره کولو، د انټي‌بیوټیکونو پر وړاندې د باکتریاوو د حساسیت معلومولو او لابراتواري خوندیتوب په برخو کې نظري او عملي زده‌کړې وړاندې شوې.

د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکټر مسعود دلسوز له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه په خپلو اړوندو لابراتوارونو کې په عملي توګه تطبیق کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS