د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول
د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.
د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د عامه پوهاوي کچې په لوړولو کې دغه پروګرامونو اغېزمن وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې د سالم ژوند د اصولو په مراعتولو سره د یادو ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې فعاله ونډه واخلي.
