په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت، له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د پولیو (ګوزڼ) سرتاسري کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین به د ۲۰۲۶ ز کال د نومبر میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې ترسره شي، چې موخه یې له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ۱۲.۸ میلیونه ماشومانو واکسینول دي. په سوېلي زون کې به کمپاین د نومبر له ۳مې تر ۶مې او په لوګر ولایت کې د نومبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره شي.
په دې کمپاين کې به د پولیو واکسین ترڅنګ په سوېلي، سوېل ختیځ، لوېدیځ او ختیځ زونونو کې ماشومانو ته د کولمو د چینجیو ضد البندازول ټابلیټونه هم ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کمپاین د پیل په مناسبت وویل: د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي. هغه له دیني عالمانو، قومي مخورو، والدینو او د ټولنې له بانفوذه وګړو وغوښتل، چې د واکسین ټیمونو ملاتړ وکړي.
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست