د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د 1.5 میلیونه افغانیو په لګښت يوه روغتيايي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
دغه ودانۍ د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شیرزادو ولسوالۍ د سوداګرو په شخصي لګښت د ماماخیلو په بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم د درملنې څانګې لپاره جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه راز، د یونیسیف ادارې له لورې د یادې برخې لپاره د وارمر ماشین هم ورکړل شو، چې ۳ زره ډالر قیمت لري او د نويو زېږېدلو ماشومانو د ساتلو لپاره کارول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې یاده ودانۍ څلور خونې، یوه انتظارخونه، دوه تشنابونه، لویه حویلي او د اوبو رسولو سیستم لري، چې میندو او ماشومانو ته به په کې منظم خدمات وړاندې کېږي.
