د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۸:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ له لوري د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ډاکټرانو لپاره څلور ورځني او د قابلو لپاره درې ورځني روزنیز پروګرامونه ترسره شول. په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د کلینیکونو او روغتونونو ۲۵ ډاکټرانو او ۲۵ قابلو ګډون کړی و. ګډونوالو ته د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، د غیرساري ناروغیو د ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو په برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو رول اغېزناک وباله او زیاته یې کړه: «له ګډونوالو غواړو چې خپل ترلاسه کړې پوهه او تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي؛ ترڅو په دې برخه کې د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.»

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۲۸
Background image

د پنجشېر ولایت په ایمرجنسي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د HDU څانګه پرانیستل شوه

یاده څانګه د پنجشېر عامې روغتیا رئیس ډاکټر حجت‌الله محمدي، د یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او متخصصینو په شتون کې پرانیستل شوه.

ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل، د دې څانګې په جوړېدو سره به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

په پکتیا کې د ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز څخه د مولوي عبدالولي حقاني لیدنه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۸:۳۴
Background image

د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه دوه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ له لوري د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ډاکټرانو لپاره څلور ورځني او د. . .

BACK TO NEWS