په پکتیا کې د ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز څخه د مولوي عبدالولي حقاني لیدنه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۲۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او وزي ځدراڼ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ولید او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

هغه همدارنګه، د بستر ناروغانو احوال واخيست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د مسلکي چلند ترڅنګ د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د بغلان ولایت په جلګې ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د یو ۳۰ بستریز روغتون پرانیسته وکړه.

د یاد روغتون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بغلان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

خاکجبار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړولو لپاره د مناسبې ځمکې د ټاکلو په موخه ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل تخنیکي پلاوي له لوري د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون جوړېدو په موخه وړاندیز شوې ځمکه. . .

BACK TO NEWS