د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیلېږي
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د تخار والي مولوي سمیعالله حزبالله، د ورسج ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو مهم روغتیايي ګام وباله او ویې ویل، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.
یاد روغتون به د اکسیجن مرکزي سیستم او پولیي کلینیک ولري.
د دې پروژې قرارداد د ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ورکړل شوی، چې ساختماني چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، څو روغتیايي خدمتونه پراخ، د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره او ورته باکیفیته خدمات وړاندې شي.
