د خوړو او درملو مرستیال د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه
د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د درملو د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د شویو ژمنو پر عملي کولو خبرې وشوې، چې په کې ازبکستاني پلاوي د همکاریو د پراختیا لېوالتیا څرګنده کړه.
د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ياد پلاوی هر کلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت یې خبرې تر سره او ویې ویل: د درملو او طبي توکو په برابرولو کې باید د شخصي ګټو پر ځای د خلکو روغتیا او د محصولاتو کیفیت ته لومړیتوب ورکړل شي.
