د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون په بریالیتوب سره پای ته ورسېد
د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون، چې د روغتیايي سکتور د ظرفیتونو معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د جلب او د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی و، نن د یوې غونډې په ترڅ کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د دې نندارتون د پای غونډې په مراسمو کې د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د دغه وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د ایران اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، د ازبکستان د روغتیا وزارت د صنعت او پراختیا ادارې مرستیال رئیس، ښاغلي ظفر بېک قاسموف، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر په خپله وینا کې د نندارتون په جوړېدو کې د کورنیو او بهرنیو همکارانو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې اوسمهال افغانستان د درملو د تولید په برخه کې ښې فابریکې لري او د یو شمېر نورو فابریکو د جوړېدو چارې هم روانې دي. هغه د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د قاچاقي او بېکیفیته درملو د مخنیوي قانون پر کلک ملاتړ او په هېواد کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ او له بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل، چې د افغانستان له مناسب سوداګریز چاپېریال څخه په ګټې اخیستنې دلته پانګونه وکړي.
د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په روغتیايي سکتور کې له وروستيو پرمختګونو څخه یادونه وکړه او د درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کېدل یې د باکیفیته درملو برابرولو لپاره مهم ګام وباله. هغه همداراز له ایران سره د معیاري درملو د وارداتو په برخه کې د لاسلیک شویو هوکړهلیکونو او د درملتونونو د عادلانه وېش لپاره د نویو مقرراتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه راز، د ازبکستان د روغتیا وزارت استازي، ښاغلي ظفر بېک قاسموف هم له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.
همداراز، د دې غونډې په ترڅ کې د داخلي خصوصي روغتونونو او د درملو د تولیدي فابریکو له استازو سره په بېلا بېلو روغتيايي برخو کې یو شمېر هوکړهلیکونه هم لاسلیک شول.
د یادونې وړ ده، چې دغه پنځه ورځنی نندارتون د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون جوړ شوی و، چې په کې درمل، طبي وسایل او بېلابېل روغتیايي محصولات نندارې ته وړاندې شول.
