د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د B2B ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو، د هند، ترکیې، ایران او افغانستان د بېلابېلو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ویاند د وزارت له هڅو یادونه وکړه او په وینا یې هڅه کوي چې په هر اړخیز ډول د روغتیا په برخه کې د پانګونې فرصتونه برابر کړي.
په دغه ناسته کې د يادو هېوادونو د اړوند شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د روغتیايي توکو او محصولاتو د تبادلې او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه هوکړهلیکونواړوند خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال پنځه ورځنی نندارتون، چې د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی و.
