د سرطان د کنټرول د رهبرۍ او مدیریت بورډ پنځمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۳
moph

دا ناسته د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په لارښوونه د دغه بورډ د مرستیال او د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم په مشرۍ د اړوندو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې عمومي روغتون لپاره د طبي او تخنیکي تجهیزاتو برابرولو، د مسلکي کادرونو ګمارنې او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د اړوندو مسؤلینو له لوري ګډونوالو ته د هغو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول، چې له مخې یې د هېواد څلورو ولایتونو ته د ميموګرافۍ ماشینونه لېږل شوي او د دغو ماشینونو د سمې کارونې په موخه به له عملي زده کړو وروسته مسلکي او وړ کسان هم ولايتونو ته ولېږل شي.

د ناستې په پای کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې بهیر د پیاوړتیا، اړینو اسانتیاوو برابرولو او ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه د اړوندو چارو پر لا ښې همغږۍ او دوامدار تعقیب ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه هڅې کوي؛ څو ناروغانو ته پر وخت او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۳
Background image

په نورستان ولایت کې د نري رنځ روغتیايي خدمتونه وارزول شول

د نري رنځ ملي پروګرام اړوند ټیم د یاد پروګرام د پالیسۍ او ستراتیژۍ له مخې نورستان ولایت ته سفر تر سره او د دغه ولایت د نري رنځ روغتیايي خدمتونو څخه یې څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د سرطان د کنټرول د رهبرۍ او مدیریت بورډ پنځمه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په لارښوونه د دغه بورډ د مرستیال او د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم په مشرۍ د اړوندو غړو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د زابل ولايت عامې روغتيا رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو مرسته وشوه

د زابل د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان په هڅو او د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) سره د همغږۍ په پایله کې د د دغه رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو. . .

BACK TO NEWS