د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د کابل پوهنتون د فارمسي او کرنې پوهنځیو سره د همکارۍ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۱:۵۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه د کابل پوهنتون د فارمسي او کرنې پوهنځیو سره درې کلن دوه‌اړخیز هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل.

د هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس مولوي عبدالبصیر قانع، د یاد معینیت یو شمېر متخصصینو، د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس پوهاند آقا محمد ژکفر، د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی صفي‌الله جوهر او د دواړو پوهنځیو استادانو او مسؤلینو ګډون درلود.

د دغو هوکړه‌ لیکونو له مخې به دواړه پوهنځي د مشکوکو نمونو لابراتواري ازموینو، د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو جوړولو، د محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو زمینې برابرولو او د علمي تجربو تبادلې په برخو کې همکاري کوي.

د یادو هوکړه‌ لیکونو لاسلیک د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول او تنظیمي چارو د پیاوړتیا او د علمي او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځني ورکشاپ

د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان د راتلونکي روغتیايي پلان لپاره د ګډو نظرونو او مثبتو پرېکړو فرصت برابر شوی دی

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۷ کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د کڅوړې د ازمایښتي پلي کېدو د پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۲
Background image

د سرغړونو له امله ۷۴ درملتونونه، شرکتونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز کابل په ګډون په هرات، بلخ، فراه، لغمان، دایکندي، هلمند، بغلان، کونړ، روزګان، فاریاب، بامیان، خوست، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د غیرقانوني فعالیتونو. . .

BACK TO NEWS