د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال د ملي پراختیا ادارې له استازي سره وکتل

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۵:۴۹
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال د ملي پراختیا ادارې له استازي سره وکتل

دوشنبه، کب ۹/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق عاصم، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ملي پراختیا ادارې له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالعلي عادل سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د روغتیایي پروژو د ننګونو، پرمختګونو او حل لارو باندې چې د ملي پراختیا ادارې له لوري پلي کېږي بحث او خبرې وشوې.

د روغتيا په برخه کې د ملي پراختيا ادارې د پروژو په اړه د ملي پراختيا ادارې مرستيال وويل: هغه روغتيايي پروژې چې پخوا د اسيا پراختيايي بانک له خوا تمويل کېدې او اوس د يادو پروژو کار شاوخوا ٩٠ تر ٨٠ سلنه بشپړ شوى، خو د دې پروژې لګښت نه دی ورکړل شوی او د اسلامي امارت د حکومت له پیل راهیسې، دغه بانک د ملي پراختیا ادارې لخوا لېږل شوي ایمیلونو ته ځواب نه دی ورکړی.

مولوي عبدالعلي عادل د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د يادو پروژو د دوام او مالي لګښت په برخه کې دې له اړونده ادارې سره همغږي وکړي او يا دې له نورو نړيوالو مرستندويه موسسو سره يوې هوکړې ته ورسېږي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال د دغو پروژو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د اړوندو پروژو په بشپړولو او لګښت کې به همکاري کوي.

دغه راز مولوي عاصم اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتيايي پروژو د دوام او برخليک معلومولو په اړه د اسيا پراختيايي بانک له استازي سره خبرې وکړي.

د ملي پراختیا اداره په ټول هېواد کې د عامې روغتیا وزارت سره د ۱۸ روغتونونو د جوړولو په برخه کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS