د تخار د عامې روغتیا ریاست خبرتیا!

Panah_moph

د تخار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شري/سرخکان ضد واکسین کمپاین پیلوي.

بنأ د دغه ولایت له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې خپل د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومان د واکسین کولو په موخه د خپلو سیمو نږدې جوماتونو ته راولي.

دغه کمپاین نن شنبه پیل شوی او شپږ ورځې به دوام وکړي.

د دغه کمپاين د پیلولو موخه په دغه ولايت کې د شري/سرخکان ناروغۍ د خپرېدو مخنيوى دى.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

Back to announcements