په تخار ولایت کې له ۱۰۰ اړمنو کسانو سره د آغاخان د دفتر له خوا مرسته وشوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۰:۵۹
په تخار ولایت کې له ۱۰۰ اړمنو کسانو سره د آغاخان د دفتر له خوا مرسته وشوه

پنجشنبه، وري 18 / 1401

په تخار ولایت کې د اغا خان دفتر له سلو هغو کسانو سره مرسته وکړه چې د کورونا ویروس معاینه یې مثبته وه او مالي وضعیت یې ښه نه و.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، صابون او بوره شامل دي، چې د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس او د بېلابېلو ادارو د استازو په حضور کې پر مستحقینو وویشل شول.

د يادونې وړ ده، چې د اغاخان دفتر له دې وړاندې هم په تخار ولايت کې له اړمنو کسانو سره دا ډول مرستې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS