دعامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي ، په پاکستان کې ، د آغا خان روغتون او آغاخان پوهنتون مسٶولينو سره وليدل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱۰:۵۵
دیدار سرپرست وزارت صحت عامه از پوهنتون و شفاخانه آغا خان

په دې ليدنه کې د آغا خان د روغتون او پوهنتون له مسٶولينو سره د افغانستان روغتيا پرسونل د ظرفيت لوړولو، د روغتيا په برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو ، د E Health نوښت له لارې د دافغانستان دولتي روغتونونو نښلولو باندې خبرې وشوې ، ترڅو په آنلاين ډول ناروغانو ته د پر مختللي تشخيص او درملنې ته لاره هواره شي.

د پوهنتون او روغتون مسٶولينو ژمنه وکړه چې د صحت کارمندانو د ظرفيت لوړولو او همدارنګه Family medicine يا د باردارو ميندو روغتيا په برخه کې افغانانو د روزنې زمينه برابره کړي.

د يادونې وړده چې په ياد پوهنتون او روغتون کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير او ورسره د مل پلاوو تود هرکلى وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS