د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۳:۳۵
د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

د عامې روغتيا وزير د ناروغانو او د دوۍ د کورنۍ غړو له ليدلو وروسته  د ځينې ناروغانو په اړه هدايت ورکړ تر څو د کابل مرکزي روغتونونو ته د لا ښې درملنې لپاره انتقال شي.

د عامې روغتيا وزارت له تيرې ورځې خپل ټول روغتيايي پرسونل سره په ګډه د ټپيانو او متاثره شويو هيوادوالو په مرسته بوخت دی ، دا چې يو لوی ناورين دی نړيوالې ادارې او مؤسسې بايد د بشري مرستو لپاره راوړاندې شي تر څو د زرګونو انسانانو د ژوند لومړنۍ اسانتياوې پوره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د روغتیا وزارت اړوند لاندې ټاکنې وشوې

ډاکټر محمد اقبال حماد د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس په توګه او حافظ صبغت الله بریالی د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لابراتوار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د څارنې او پلټنې لوی. . .

BACK TO NEWS