د ننګرهار شيرزادو قومي مخورو د عامې روغتيا وزير سره ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۹:۲۹
sherzad

په دې لیدنه کې چې نن چهارشنبه د رجب المرجب میاشتې ۱۲مه نېټه ترسره شوه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ په کچه د روغتون او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د شېرازدو قومي مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له لوري د ستونزو د حل  بشپړ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS