د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند، ۵۴ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه
یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت، اداري اصلاحاتو او د بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو د استازو په شتون کې له ۷۰۰ تنو نارینه او ښځینه ګډونوالو څخه د عالي نرسنګ په څانګه کې واخیستل شوه. د دغه ازموینې بریالي کسان به د ابوعلي سینا بلخي حوزوي او ښوونیز روغتون په بېلا بېلو روغتیايي څانګو کې په دندو وګمارل شي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو معیار ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.