د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵
MOPH

په دې لیدنه کې په تخصصي او ثالثي روغتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتونونو د رئیسانو ستونزې واورېدې او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي همداراز د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، چې یاده میاشت الله تعالی ته په ټولو میاشتو کې غوره او د ځانګړو فضیلتونو ډکه میاشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتیايي کارکوونکي؛ باید د نورو ورځو په څېر په دې میاشت کې هم په ۲۴ ساعته ډول خپلو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

 

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیايي پروسونل د معاشونو په اړه وویل: ( موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې به یې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوې د علمي سطحو د معیار په بنسټ لوړشي.)

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS