د یوه قلم طبي آکسیجن تدارک او چمتو کولود تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

پدې توګه دتدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت په پام کې لري چي د دې روغتون اړوند د 1403 مالي کال لپاره د یوه قلم طبي آکسیجن تدارک او چمتو کولو تړون چي شمیره یی عبارت ده MOPH/NCB/HGICH/1403/G1 د سلطاني خراسان آکسیجن تولیدونکې شرکت، چي د کابل ولایت مرکز 8 ناحیه د بگرامي سیمه کي موقعیت لري او  D-28931 جواز شمیرې لرونکی دی د {4,215,750 افغانی} مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملني انستیتوت ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مینې لسم سړک د شهید محمد داود خان روغتون د زړي دروازې ته مخامخ موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندي کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

نور د سترگو ملي او تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یو قلم مایع گاز د تهیه کولو او تدارک چې د تړون شمېره یې  MOPH/NH/NCB/1404/G03 ده او د دوهم تړون چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د ملالۍ زېږنتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 32 قلمه تنظیفاتي موادو تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې MOPH/MMH/1404/NCB/G005 ده تړون یې د هلمند شاه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند  بیروني . . .

Back to tenders