په بغلان ولایت کې د شنو نیالګیو د ايښودلو کمپاین

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۵۹
MOPH

د بغلان ولایت د عامې روغتیا مسؤلینو د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د بغلان ولایتي روغتون کې یې په ګڼ شمېر تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کښېنول.

د یاد ریاست مسؤلینو له ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ تر څو په یاد کمپاین کې ونډه واخلي او د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل په بېلا بېلو ولسوالیو کې له یو شمېر دولتي کلینیکونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.

 دا سیالۍ چې د. . .

BACK TO NEWS