د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د ابو علي سینا بلخي حوزوي او تدریسي روغتون سره د یو اندازه درملو او عصري طبي وسایلو مرسته وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۴۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، مولوي شیخ میر صدام، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او د بلخ ولایت له عامې روغتیا سره د همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی و.


د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، مولوي شیخ میر صدام د روغتیا نړیوال سازمان له بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، د ابو علي سینا بلخي سیمه ییز او تدریسي روغتون د نړیوالو بنسټونو دا ډول بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS