د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو، روغتیايي خدماتو معیاري کولو او د نړیوالو ادارو سره د غوره تعامل په موخه له اړوند مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۴۲
MOPH

په دې ناسته کې  چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده هم شتون درلود د روغتیایي مرکزونو پر ارتقاء، روغتیايي کارکوونکو ته د معاشاتو پر تعادل او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو رسېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ټولو اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د بشپړې رسېدنې او معیاري درملنې په موخه د روغتیايي خدمتونو معیاري کول، د روغتیايي سیستم پیاوړتیا او د نړیوالو ادارو سره غوره تعامل اړین وباله او له ټولو مسؤلینو یې وغوښتل، چې په دې برخو کې خپلې اړوندې چارې په سمه توګه پر مخ یوسي؛ ترڅو په کور دننه یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته او د ټولو ناروغو هېوادوالو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS