د عامې روغتیا وزیر د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې روغتیايي خدماتو اړوند لیدنه تر سره کړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره د سرطاني ناروغانو د درملنې ، د دې ناروغۍ اړوند مراکزو د تمویل او تجهیز ، د معتادینو د درملنې ، په ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې روغتونو جوړولو او سوء تغذیه ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو اړوند لیدنه او خبرې تر سره کړې!
اغلې رافیلا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له اداري فساد او د مخدره توکو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې اړوند د اسلامي امارت هڅې د ستاینې وړ وګڼلې او په وینا یې اماده دي چې د روغتیا په برخه کې لا همکار پاتې شي.