د تېر یو کال په ترڅ کې د پکتیا ولایت سیمه ییز روغتون کې څه باندې ۳۴ زره جراحي عملیاتونه ترسره شوي!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴۸
MOPH

په یادو جراحي عملیاتونو کې (۴۶۲۲) ستر عملیاتونه وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په کامیابه توګه ترسره شوي.

سربېره پر دې یاد روغتون کې ۳۷۲ زره ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او نږدې ۱۷ زرو ناروغانو ته داخل بستر(IPD) خدمات وړاندې شوي دي