مزارشريف ښار کې د سوځېدنې د جراحۍ ۲۴ بستريز روغتون ته پراختیا ورکړل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري مزارشريف ښار کې د سوځېدنې د جراحۍ ۲۴ بستريز روغتون تر پراختيا او ترميم وروسته پرانيستل شو.
په دغه پرانیست غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده، د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس الحاج رحمت الله منصور او یو شمېر مسئولینو، شتون درلود.
په یاده پرانیست غونډه کې ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل " د یاد روغتون په ترمیم او پراختیا د عامې روغتیا وزارت ۱۵ زره امریکایي ډالر لګښت شوی چې موخه یې د مزارشريف ښار او د هېواد د شمالي سيمو اوسېدونکو ته د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي".
ښاغلي صاحبزاده دغه راز زیاته کړه چې دا روغتون د ۲۴ بسترونو په ظرفیت جوړ شوی، خو په خبره یې چې د اړتیا په صورت کې به تر ۳۵ بسترو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي.