د عامې روغتیا وزیر د پکتیا ولایت د سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د سیمه ییز روغتون له خدمتونو لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د ټولو روغتیايي څانګو د خدمتونو څخه د لیدنې برسېره د بستر ناروغانو احوال واخیست او د خدمتونو د بهیر په اړه یې له هغوۍ وپوښتل.

نوموړي همدارراز د یاد روغتون د تشکیل، درملو او تخصصي برخه کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او روغتیايي پرسونل ته یې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS